په افغانستان کې کابو څلور ملیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي

comments 0

هندوکش – کابل: د پوهنې وزات نوي څیړنې پر بنسټ په افغانستا کی ۳ اعشاریه ۷ میلیونه ماشومانو د مختلفو دلایلو له امله له زده کړو بې برخې دي.
د پوهنې وزارت سرپرست د ښوونکو د وړتیا لوړولو پروګرام غونډې ته وویل، چې ددې محرومو ماشومانو ډېره برخه نجونې دي.
د امریکا پراختیايي پروګرام یا یو اس اې ای ډي وایي، د ښوونکو وړتیاوو د لوړولو پروګرام په کابل کې ۲۵۰۰ قراردادي ښوونکو ته زده کړې ورکوي.
د پوهنې وزارت سرپرست وایي، دا وزارت د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۵۴ زرو ښوونکو ته اړتیا لري. په ورته مهال د حکومت اجرائیه رئیس د پروموټ پروژه د افغان ښځو وړتیاوو لوړولو په برخه کې اغیزناکه بولي او وایي، چې ددې پروګرام تر پای پورې به ۱۰۰زره کسان زده کړې ترلاسه کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments