په افغانستان کې يولس وژل شوي پاکستانيان په هنګو کې په خاورو ومنډل شول

comments 0

237 Views

هندوکش ـ مقبوضه پښتونخواه: په افغانستان کې د پاکستان، ایران او روسيي د پټې اعلان شوې نښتې څرکونه کله يو ځلې را ښکاره شي او په نوې کړنه کې په افغانستان کې د يولس وژل شویو پاکستانيانو مړي په هنګو کې خاورو ته سپارل شوي دي.

دا يولس پاکستانيان چې د مقبوضه پښتونخواه او پاکستان د ځينو نورو سیمو اوسیدونکي دي په افغانستان کې د طالبانو او داعش د ملاتړ لپاره راغلي وو چې له افغان سرتیرو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي او طالبانو يي بيا په پټه او قاچاقي بڼه مړي تر پاکستان پورې رسولي دي.

هندوکش ته يوې باوري سرچينې ددې وژل شویو کسانو په اړه جزييات افشا کړي دي.

دې سرچينې چې نه يي غوښتل نوم يي واخیستل شي وويل:« په دې وژل شویو کې دوه يي امیر او جنيد زه نیږدې پيژنم په هنګو کې مې لیدلي وو دوی د پاکستان د پوځ او استخباراتو کارکونکي وو، ږيرې يي نه وې څو مياشتې ورک وو، چې را پيدا شول ږیرې يي پريښې وې، پلمه يي دا کوله چې په تبلیغ وتلي وو خو وروسته تري تم شول يو ځل مې بیا هم ولیدل ويل يي بس نور تبلیغ ته ځو او بل کار نه کړو خو د پاکستان په پوځي ادارو کې د دوی تګ راتګ او هلته آرام ژوند راته څه بل شان ښکاره کيدو.»

نوموړی وايي:« جي چې کله تيره اونۍ کلي ته پر لاره ووم د خلکو په ګوڼه ګوڼه ور برابر شوم او چې تپوس مې وکړو نو خلکو وویل چې امیر او جنيد په افغانستان کې د جهاد په خاطر شهيدان شوي دي او دلته خاورو ته سپارل کيږي، همداسې بیا د نهو تنو نورو کيسه هم افشا شوه.»

نوموړی چې د پاکستان له روان سیاست او په مدرسو کې د روان وضعیت په تړاو ډير ښه پوهيږی وايي:« پاکستان له خپل ولس سره هم دوکه او فراډ کوي، کرنيل او برګيډر ورک شي چې راشي ږیره يي پريښي وي، وايي نور د رب عبادت کوم، بيا ورک شي او بیا را پيدا شي او په آخر کې يا په کشمير کې مړ وي او يا په افغانستان کې.»

نوموړی زیاتوي:« په پښتونخواه کې چې څومره مدرسې دي دوی حقاني شبکې، پاکستاني ښو طالبانو ته چې د پاکستاني دولت ملاتړ له ځان سره لري، داعش، طالبانو او په کشمير کې يو شمېر ډلو ته کسان روزي، دوی خاصکر بل کار نلري، دلته د دين په نوم ډيرې داسې خبرې شته دي چې له خلکو پټې دي خو باید را ښکاره شي.»

هغه زياتوي:« دا يولس تنه چې هنګو ته راوړل شوي دي دوی عادي خلک نه دي ټول هنګو يي پيژني دوی د دين هم ډير شوقيان نه وو بلکه يو وخت داسې راغی چې دوی به د دیندارې پيښې کړې خو په اصل کې موږ پوی وو چې د دې مصنوعي دینداري تر شاه نورې کيسې شته دي.»

هغه زیاتوي چې په پښتون میشتو سیمو کې ډير کله په پوځ او ای اس ای کې لږ مخکې تلي پښتانه ورک شي چې بیا يي یا مړي له کشميره راوړل شي يا له افغانستان څخه.

د دوی په خبره په قبايلي سیمو کې د ښو او بدو طالبانو په نوم د پاکستان له لوري جوړ شوي تشکیلات مبهم لوري ته ځي خو نن سبا به ناشوني وي چې نور دا رازونه پټ پاتې شي.

ياده دې وي چې تر دې مخکې هم ډير وارې د پاکستان د ښکاره لاسوهنو ثبوتونه لاس په لاس شوي وو خو دا لومړی ځل دی چې په پښتونخوا کې خلک د هغو وژل شویو کسانو انځورونه ټولنیزو پاڼو ته پورته کوي چې په افغانستان کې د طالبانو په منځ کې وژل کيږي.

بلخوا باوري سرچينې وايي چې دلته راغلي پاکستانيان د طالبانو د مشاورينو په توګه دوی ته په خاصو ځايونو باندې د  بریدونو پلانونه ورکوی او ډير تمرکز يي پر دې وي چې په افغانستان کې اقتصادي بیخ بیناوې او د ولسي هوساينې ادرسونه له منځه يوسي.

هیره دې نه وي چې په وروستیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ هم د پاکستاني پوځ او آی اس ای پر ضد غږ پورته کړی دی او ددې خوځښت غړو په ښکاره ويلي دي چې پاکستانی پوځ او استخبارات افراطيت پياوړی کوي.

 

Share this page to Telegram

Comments