په افغانستان کې وژل شوی قاري حکمت څوک وو؟« څيړنيز راپور»

comments 0

هندوکش ـ جوزجان: په جوزجان کې د بهرنیو داعشيانو مهم مشر قاري حکمت د درزاب په مغل کلي کې په يو هوايي برید کې تر دوه ورځنۍ کلابندۍ وروسته و وژل شو.

د پنجشنبې په ورځ په هوايي بريد کې په مغل کلي کې د داعشيانو هغه پټنځای په نښه شو چیرته چې د قاري حکمت په مشرۍ د نورې نړۍ « تاجکستان، ازبکستان،فرانسويانو، عربانو،اروپايي وګړو، چچنيايي، فلپيني، پاکستانيانو،ایرانيانو او…» د بهرنیو ترهګرو استوګنځای، روزنیز مرکز، فتوا ځای،زندان، د ماشومانو روزنيز مرکز او د سوق او ادارې مرکز وو.

په دې بريد کې له نوموړي سره يو ځای يي مرستيال مولوی حبیب الرحمن او د استخباراتو مسول عمير چې د ازبکستان هیواد تبعه دی وژل شوي دي.

قاري حکمت چې د بلخ د شولګرې ولسوالۍ اوسیدونکی وو په درزاب کې يي د داعش د راښکاره کيدو غږ پورته کړ او په دې سیمه کې د لسګونو ملکی وګړو په قتل عام، ځورونه، زنداني کيدو او کړولو کې ښکيل وو.

داعش ته د نيږدې سرچينو په خبرهع:« قاري حکمت په اوایلو کې جمعيت ګوند غړی وو، وروسته له طالب ترهګرو سره يو ځای شو،بیا د جندالله له ډلې سره چې د ازبکستان اسلامي تحريک يوه برخه ده يو ځای شو،د داعش له راتګ سره سم په شمال کې د داعش ډلې نظامي مسول شو او کال مخکې د جوزجان د امیر په توګه ټاکل کيږي.»

د سرچينې په خبره:« له ده سره وژل شوی کس مولوي حبیب الرحمن دی، هغه د داعش فرهنګي مسول وو او د بلخ اوسیدونکی وو، تر ډيره افراطي نظریات او د روزنې چار به د نوموړي پر غاړه وو.»

په جوزجان کې د داعش يو مسول وويل:« د قاري حکمت نشتون داعش ته ستره ضربه وه، ځکه دی يو ښه روزنکی، جنګي او مخبر وو چې له وژل کيدو سره به يي سخته وي داعش دا ځای ډک کړي ځکه نوموړی په شمال کې د داعشيانو د ودې يوازنی لامل وو او په ډير مهارت به يي جنګالي روزل.»

د داعش سرچينه وايي:« کله چې په ختيځ کې حسيب لوګری د خراسان والي و وژل شو اولنی کس چې د ننګرهار د هستې پر ضد يي غږ پورته کړ قاري حکمت وو ځکه پاکستان هڅه کوله چې د حسيب پر ځای بل کس بیا پاکستانی شي خو ده نه يوازې مخالفت وکړ بلکه د ننګرهار د داعش هسته يي د آی اس آی لاسپوڅې وبلله او له معاویه ازبکستاني سره يو ځای يي د ګډ بغاوت نعره پورته کړه.»

د دوی په خبره:« پاکستان بریالی شو ځکه نوی والي او هلته په ننګرهار کې د داعش مسولین پاکستان ته ازاد تګ راتګ لري او د لشکر طيبه او لشکرجنګوي د ډيرو کړنو ننګه کوي او دوی له هغه ځايه وسله وال ورته رالیږي خو قاري حکمت له هم هغه وخت په شمال کې چې هرڅه کول په خپل سري ډول يي کول او نور د داعش د ننګرهار د هستې تر امر لاندې نه وو.»

نوموړی وايي:« قاري حکمت ځکه يو مهم سړی وو چې د ننګرهار هستې يي څو ځلې مشرتابه ته شکايتونه وکړل خو دا چې هلته ټوله هسته له ده سره بريالي نشول، ان تر دې چې يو ځلې پاکستان يي د له منځه وړو په خاطر د دام ملا نادر په نوم يو داعشی په پيسو واخيست، پيښور ته يي وغوښت، پيسې او وسلې يي ورکړې او پر قاري حکمت يي ډزې وکړې چې ټپي هم شو خو بیرته روغ شو او دام ملا نادر بیا د داعشیانو له لوري په مرموز ډول و وژل شو.»

قاري حکمت په ټول کې د نظامي برخې مسولیت لاره او په سرپل کې د دوه ځلې ولسي قتل عام مسول هم وو، په وروستیو کې هغه فلم چې د داعش له لوري خپور شوی وو هم ده پکې خبرې کولې.

په ننګرهار کې د داعشیانو پاکستان پلوې هستې يي څو ځلې د لرې کيدو او انزوا هڅه وکړه خو دوی ځکه نه بريالي کيدل چې د قاري حکمت ټول پلويان له ده سره همغږي وو.

ويل کيږي چې قاري حکمت تر کلکې کلابندۍ وروسته و  وژل شو چې له ده سره يو ځای يو بهرنی ترهګر «عمير» هم وژل شوی دی او ويل کيږي نوموړی د ماين جوړولو، او چاودیدونکو تخصص لاره او نوی له سوريي څخه افغانستان ته راغلی وو.

باید وويل شي چې له حافظ سعيد، حسيب لوګري، شيخ جلا الدین او مولوي عثمان را وروسته دا پنځم مهم داعشی مشر دی چې په تیر يو کال کې په نښه کيږي او له منځه ځي.

Comments