په افغانستان کې وچکالي ځپلو سره بریتانیا مرستې کوي

comments 0

هندوکش – بریتانیا: د بریتانیا معتبرې رسنۍ خبر ورکوي چې تاکل شوې بریتانیا هغو سیمو سره چې وچکالي سره مخ دي مرستې ترسره کړي.
د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان له وچکالۍ ځپلو سره د بریتانیا حکومت د راټولو شویومرستو هرکلی وکړ.
د خوړو نړیوال سازمان د دوشنبه په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د بریتانیا حکومت په افغانستان کې د وچکالۍ ځپلو خلکو سره د مرستي په توګه ۱۰ میلیونه پونډه راټول کړي دي.
په اعلامیې کې راغلي چې دغه مرستي به په ۵ ولایتونو کې ډیرو زیانمنو کورنیو ته د لومړنیو اړتیاوو او خوراکي موادو په رسولو کې مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې بریتانیا تردې وړاندې هم افغان حکومت او خلکو سره مرستې کړې چې خلکو لخوا ستایل شوي دي.
محمد حنیف بیدار

Comments