په افغانستان کې د پاکستان درې ماډله جهادونه:بريالی وياړ

comments 0

کله چې په افغانستان کې سلطنتي نظام حاکم و څلوېښت کلونه جګړه په ټپه درېدلې، او د هېواد ټولې شاوخواوې تر قانوني حاکميت لاندې وې. د سلطنتي نظام له ړنګېدو وروسته کله چې افغانستان د لومړي ځل لپاره د شهيد سردارمحمد داود خان پر مشرۍ د جمهوري نظام څښتن شو ورسره په څنګ کې کورنۍ بلاوې لنګې شوې.

زه د سلطنتي واکمنۍ له پرځولو او ورسره د ولسمشريز دولت پر رامنځته کېدو او د هېواد د سياسي واکمنانو له لوري پر تاريخي تېروتنو خبرې نه کوم؛ ځکه هغه زما د بحث موضوع نه ده. تاريخ شاهد دی کله چې د جمهوري نظام پر ضد د انقلابي پاڅون کوونکو له لوري تک سره کودتاه وشوه؛ د پاکستان لپاره دا تر ټولو ښه خبر و.

پاکستان يوار د سلطنتي واکمنۍ پر نسکورېدو د زړه له کومې خوشال شو، او سياسي ساه يې واخيسته، تر هغه را وروسته دويمه خوشالي ورته د ولسمشريز دولت پر ضد کودتاه وه چې د هېواد لومړنی ولسمشر او د هغه ټوله کورنۍ پکې شهيده شوه.

پاکستان چې له تاريخه د افغانستان سکنی او تر ټولو مضر دښمن پاته شوی، داسې ورځې ته په کمين کې ناست و چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه پيل شي، او دی يې په لمبو کې خپلې خځلې وسوځوي. متاسفانه همداسې وشول.

کله چې د شوروي سرو لښکرو پر افغانستان يرغل وکړ؛ له دې سره په هېواد کې د کورنۍ جګړې زنګ ووهل شو. پاکستان له موقع څخه په استفادې د افغان مجاهدينو ملاتړ ته ودرېد، او د جګړې لپاره يې د مرستې لاس ورکړ. د دې تر څنګ څه کم څلور ميلونه افغانان د شوروي له يرغل وروسته پاکستان ته کډوال شول، او هغه مهال يې پاکستان ښه په ورين تندي هرکلی ووايه.

بس له همدې ځايه د افغانستان شکېدلي ګرېوان ته د پاکستان تېرې منګولې ور ولوېدې، او داسې چانس په ګوتو ورغی چې ده يې کلونه – کلونه انتظار کړی و. لس کلونه شورويانو په افغانستان کې تېر کړل؛ خورا سختې جګړې وشوې. د شوروي له ماتې وروسته پاکستان بيا هم هڅه وکړه چې مجاهدين يو خپلواک قدرت ته ونه رسېږي، او دوئ يې پر اوو ډلو ووېشل.

دا چې مجاهدينو ولې له بريا وروسته يو منظم حکومت جوړ نکړ، د دې پړه يواځې د پاکستان نه بلکې خپله د همدغو جهادي ډلو د مشرانو پر غاړه هم ده چې د قدرت تندې په سر نيولي ول، په خپلو کې په جګړو کې سره ښکر په ښکر شول. د پاکستان له لوري د افغانستان د تباهۍ بهير روان ساتل شو و؛ مجاهدين يو له بل سره په غومبر اخته ول.

 بيا هم د يوې بلې قوي برنامې له مخې د پاکستان له لوري د طالبانو په نوم يوه بله جهادي ډله د ځمکې پر مخ را وخته او د هغو مجاهدينو پر ضد جګړې ته ور ستنه شوه چې د شوروي ځواکونو پر ضد يې کلونه – کلونه جهاد کړی و. دا يو عجب تصادف و. دا وخت مجاهدينو داسې يو حالت رامنځته کړی و چې هر افغان يې په لمنځه وړلو خوشال و، او د ټول هېواد تمه دا وه چې يوه بله ډله راپيدا شي، او د مجاهدينو ريښې وباسي.

طالبانو په مجاهدينو پسې توپکونه ور واخيستل، مياشتې – مياشتې يې جګړې وکړې. بلاخره يې د هېواد د درو ولايتونو پرته پر ټول هېواد حاکميت پيداکړ او نيژدې پنځه کاله يې د اسلامي امارت په نوم پر افغانستان واکمني وکړه. دا واکمني يې هم د يوې بلې بلا خولې ته ور لوېده او په ضرب د ۲۴ ساعتونو کې يې تر ستوني تېره کړه.

دا بلا امريکا وه چې عامل يې اسامه بن لادين و؛ اسامه ځان د القاعده ډلې مشر ګاڼه او افغانستان ته د جهاد لپاره راغلی و. د طالبانو مشر ملامحمد عمر چې عقل يې پښو کې ترې پاته شوی و ټينګ شو چې دا مېلمه دی، او د امريکا له لوري يې د اسامه د ور سپارلو غوښتنه رده کړه. همدا پلمه شوه چې افغانستان ته يې د امريکا د راتګ چانس په لاس ورکړ.

دلته اصلي موضوع د امريکا په نيويارک کې د هغو ودانيو وه چې الوتکې پکې وجنګول شوې، سلګونه کسان يې ووژل او په زرګونه يې ژوبل کړل. له دې سره يوه نړۍ واله غوغا خپره شوه. اسامه له افغانستانه اعلان وکړ چې دا بريدونه موږکړي دي. دا د امريکې مسئوليت شو چې د خپلو خلکو هغه قاتل ونيسي هغه چې په افغانستان کې له طالبانو سره يو ځای اوسېده.

امريکا په لنډو ورځو کې د طالبانو رژيم نسکور کړ، افغانستان ته يې خپل ځواکونه را داخل کړل، او دلته يې يو حکومت رامنځته کړ. طالبان بيرته د هماغه پاکستان غېږې ته ستانه شول چې د دوئ پر ضد يې امريکا ته پوځي اډې ورکړې وې، او له هماغه پاکستان يې د دوئ امارت چپه کړ. طالبان چې ځانونه يې د پاکستان د استخباراتو په سيوري کې پناه کړي ول، بيا يې يوې بلې جګړې ته ماسۍ په پښو کړې.

طالبان جګړې ته اماده شول، پاکستان يې ملاتړ وکړ. طالبانو د پاکستان په امر د افغانستان پر ضد د جګړې لپاره بايڅې پورته کړې، افغانستان ته راداخل شول، او دلته يې له ماشومانو، ښځينه وو او سپين ږيرو نيولې، د ټولو پر ضد د ټوپکونو خولې ور سيخې کړې. نيژدې يوه نيمه لسيزه کېږي طالبان بيا هم د جهاد تر نوم لاندې د افغان ملت پر ضد جنګېږي. هغه جهاد چې دا څلوېښت کلونه کېږي په افغانستان کې روان دی.

اوس حالاتو ته په کتو سره ښکاري چې تاريخ تکراريږي. د تاريخ داسې تکرارېدل چې پاکستان د امريکا د پرلپسې اخطارونو څخه وروسته خپله(مېوه) طالب پرېږدي، او د داعش شاته درېږي. طالبان اوس د پاڼ او پړانګ ترمنځ قرار لري. يا به داعشيت مني، يا به وژل کېږي، او يا به له جګړې لاس اخلي.

څلوېښت کلونه پوره کېږي چې په هېواد کې د جهاد تر نوم لاندې جګړه روانه ده. متاسفانه چې نه طالب د مجاهد جهاد ومانه، نه مجاهد د طالب جهاد ومانه، او نه دوئ دواړو د داعش جهاد ومانه او نه داعش د دوئ ومانه. درې ډلې خلکو دلته جګړې وکړې، درې واړو د جهاد عنوان ورکړی و، خو يوه يې هم د هغې بلې جهاد نه مني.

د جهاد په نوم د افغان وژنې دا تنور په پاکستان کې ګرمېږي؛ په انګار کې يې افغانان د سونتکو په څېر سوځول کېږي. افغانان دې نور له تاريخه درس واخلي. بيا دې نه د پاکستان پر ګاونډيتوب باور کوي، نه دې د جاهلو، سر زورو او قاتلو ډلو هغې جګړې ته د تقدس په سترګه ګوري کومې ته چې دوئ د جهاد عنوان ورکړی دی.

Comments

Leave a Reply