په افغانستان کې د وروستي وضعیت په اړه د طالبانو اختلافات

comments 0

هندوکش_کابل:یوی باوری سرچینی وایی؛ تېره ورځ د طالبانو د قطر دفتر، کوېټې او پېښور شوراګانو غونډې کړي او په افغانستان کې د دوی له لوري په را منځ ته شوي وضعیت یې بحث کړی دی.
په یادو غونډو کې ځینو طالبانو د روان وضعیت سخت مخالفت کړی او څرګنده کړې یې ده، چې د دوی وروستي اعمال سبب شوي دي، چې نړیواله ټولنه او د افغانستان خلک د طالبانو په مقابل کې ودریږي، دوی خپلو مخالفو طالبانو ته استدلال کړی، که طالبان همداسې روان وي، نو د دوه زره لومړي کال له برخلیک سره به مخ شي، خو د دوی یوه برخه لا هم په جګړه ټینګار لري.
عبید رادپور

Comments