په افغانستان کې د ناتو د ډیریدونکو سرتیرو شمیر نن په ډاګه کیږي

comments 0

هندوکش – بلجیم: ینس سټولټنرګ وایې چې په افغانستان کې د جګړه ییز ماموریت د بیا پیلولو په اړه نه ترې غوښتنه شوې او نه هم دوی په دې اړه کوم پلان لري.
د نوموړي دغه څرګندونې پرون د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د دغه سازمان د دفاع وزیرانو تر غونډې يوه ورځ مخکې په یوه خبري کنفرانس کې شوي دي.
د ناتو غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو یوه ورځینېۍ غونډه نن پنجشنبې په بروکسل کې ترسره کیږي چې د افغانستان ددفاع وزارت سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي هم پکې ګډون کوي.
د دې غونډې په اجندا کې افغانستان په اړه ځانګړې ناسته هم ترسره شي چې د ناټو د ٢٩ غړو هېوادونو او متحدينو د دفاع وزيران او د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزير په کې ګډون کوي.
بروکسل نه د هندوکش خبري آژانس خبریال وایي چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ناټو د روزنې د ماموريت پر دوامداره ساتلو او په افغانستان کې د ناټو د سرتېرو د شمېر په اړه خبرې وشي.
د ناټو سرمنشي طالبانو سره د افغان حکومت اړیکو په تړاو ویلي دي دوی هم داسې راپورونه اورېدلي او کره اسناد نه لري. خو هغه زیاته کړه، ناټو د افغانستان د ملي یووالي حکومت په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي.
د ناټو سرمنشي وویل، که چېرې روسیه د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې له هڅو او هلو ځلو ملاتړ کوي، نو ناټو یې هرکلی کوي. ټاکل شوې ده چې د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته کې د ناټو ملکي استازى او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نېکولسن، د مګرو ملتونو او اروپايي اتحاديې ځانګړي استازي هم برخه واخلي.
تاکل شوې ده چې دغې ناستې کې ناتو غړي هیوادونه په افغانستان کې د ډیریدونکو سرتیرو شمیر هم په ډاګه کړي
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply