په افغانستان کې د روان وضعیت د کنټرول لپاره د افغان حکومت تازه اقدامات

comments 0

هندوکش ــ کابل: تازه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن سې شنبه د یو وېډیویي پیغام له لارې ولس ته په خطاب کې وویل، روان وضعیت د حکومت له لوري تر کنټرول لاندې او د کابو کولو لپاره‌یې ځیني اقدامات د علمي کېدو په حال کې دي.
ښاغلي غني وویل، د افغانستان په بازارنو کې د سوداګریز ثبات راوستلو په هدف اړوندې ادارې مسؤلې شوې چې په اړو کسانو ۲۴ زره ټنه غنم ووېشي.
هغه زیاته کړه: “د ۱۵ ورځو په جریان کې به له هندوستان څخه ۷۵ زره ټنه غنم افغانستان ته وارد شي او ۵۰ زره نور زموږ د سوداګرو له‌خوا له هندوستان څخه اخیستل شوي، نن ما مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو ته امر کړی چې د رامنځته شوي اړو دوړ په اړه چې اساس نه‌لري ټولو سوداګرو ته لارښوونه وکړي څو د اضطراري حالت لپاره چمتووالی ولري.”
ولسمشر غني همدا شان وویل، په کورنیو بازارنو کې د ثبات رامنځته کېدو لپاره له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره زموږ سوداګریزه راکړه ورکړه په عادي ډول دوام لري.
ښاغلي غني دا هم وویل چې افغان حکومت د یوه منظم پروګرام له لارې د خوراکي توکو له هېڅ ډول کمښت سره نه‌دی مخ.
ولسمشر وايي، شااوخوا ۱۰۰۰ کانټینره غوړي د هېواد په شمالي بندرونو کې شته چې له یو لړ مراحلو وروسته به د افغانستان مارکېټونو ته انتقال شي.
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو او د بېړنیو حالاتو په اعلانېدلو سره اوس تازه په افغانستان کې هم چې د کرونا ویروس ۲۲ مثبتې پېښې تر اوسه ثبت شوي د خلکو اندېښنې په ځانګړي ډول د احتمالي قرنطین په اعلانېدو سره د لومړنیو خوراکي توکو د نه‌پیدا کېدو په اړه ډېرې شوې چې په دې سره د دغو موادو بیې هم پورته شوې دي.
عبید رادپور

Comments