په افغانستان کې د برښنا پر ستنو هم جهاد روان دی! / نوید احمد څرک

comments 0

دا یو څرګند حقیقت دی چې د روژې مبارکه میاشت تر ټولو میاشتو یو غوره میاشت ده او په دغه میاشت کې قرآن عظیم الشان هم نازل شوی او دا هغه مبارکه میاشت ده چې د مسلمانانو پر مخ د جنت دروازې پرانستل کیږي او د دوزځ دروازې بندیږي، همدا رنګه د روژې مبارکه میاشت د رحمت، مغفرت، د دوزخ له اور څخه د خلاصون، طاعت، عبادت، دعا، بخښنی او … میاشت ده، خو له بده مرغه چې وسلوالو طالبانو د تیر په شان بیا هم په دغه مبارکه میاشت کې زمونږ مظلوم او کړیدلې ولس ته غم او درد ډالي کړ، د هیواد په بیلابیلو سیمو کې په خپلو ترهګریزو بریدونو کې د امنیتي ځواکونو په ګدون زمونږ لسګونه تنه مظلوم هیوادوال شهیدان او یا هم ټپیان کړل.

بله دا چې په دغه مبارک میاشت کې بیاهم یو ستر جنایت چې د دوي په اصطلاح ستر جهاد یې تر سره کړ او د بریښنا د مزو په پرې کولو سره یې د کابل په ګدون د ګن شمیر ولایتونو خلک په تیارو کې کینول او د تاجکستان د بریښنا غځیدلي مزي یې د کابل ولایت په میربچه کوټ سیمه قطع  او د برېښنا ستنیې  يې په بمونو الوزولې دي او له دوو ورځو راهیسي په دغو مبارکو شپو ورځو کې زمونږ په میلونونو هیوادوال نه یوازې د بریښنا له روښنایي بې برخې کړي دي، بلکې  زمونږ متدین او په دین میین هیوادوال سره له دې چې  د کرونا وژونکي ویروس د خپریدو څخه په ویره کې دي، خو بیا هم جوماتونو ته د تراویح او د قرآن اعظیم الشان د ختم لپاره ځي چې د اسلام او انسانیت دښمنانو زمونږ د هیوادوالو پر مخ جوماتونه هم له تیارو سره مخ کړل، بیا د دوي مشران په ډیري بی شرمې سره وایې  په عام المنفعه پروژو کار نه لري، دا عام المنفعه پروژه وه که نه وه، چي پر میليونونو انسانانو یې برېښنا قطع کړه. په هر صورت، یا به د طالبانو مشران په کاذبانه ډول ملت خطاباسي او یا به د هغوی سيمه ييز قوماندانان د دوي له هدایاتو سرغړونه کوي. د برېښنا سره جهاد، د ښوونځۍ سره جهاد، د روغتون سره جهاد او باالخره، د ښوونکي، ډاکټر، انجنیر او غريبکار سره جهاد، څه ډول جهاد دی؟
نه پوهېږم، د تش په نامه جهاد اوسني پاکستاني مشران جهاد څه ډول تعریفوي؟ د ملت هډونه مو مات کړل، د ملت پر مرۍ سپاره ياست، د پاکستان لپاره کارول کېږی، خپلي پښې په تبر وهۍ. او یا په بل عبارت، هغه ښاخ آره کوۍ، چي تاسي پر ناست یاست، راوېښ شئ، د بل لپاره خپل ملت مه ځپئ. د بل ځاله موقتي وي، د برېښنا او دېته ورته عام المنفعه پروژو مخنيوی د ملت په ګټه عمل نه دی. ځکه زموږ زیاتره روزمره چاري اوس د برېښنا سره تړلي دي.

خو متاسفانه چي د وسلوالو طالبانو د هر عمل  او جنایت زيان یوازي او یوازي ولسي وګړو ته رسېږي. د کابل ښاریانو سربیره د ګن شمیر ولایتونو اوسیدونکي چې اوس مهال برښنا نلري وايي، طالبان باید نور د برېښنا سره جهاد متوقف کړي، ځکه دا فقط او فقط مظلوم  ولس ته زيان اړوي  او په میلونونو افغانان یې له ګنو ستونزو سره مخ کړيدي، نو  له وسلوالو طالبانو غواړو چې نور دې له عام المنفعه تاسیساتو چې یوازې او یوازې ولس پورې اړه لري له دښمنی او ورانولو څخه لاس واخلي.

Comments