په افریقا کې درې روسي ژورنالیستان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – روسیه: د روسیې معتبره تلویزیوني شبکې (آر تي) ریپورت ورکړې چې د روسې درې ژورنالیستان چې په افریقا کې د یوه مستند فلم په جوړولو ول وژل شوي دي.
آر تي شبکه د روسیې بهرنیو چارو وزارت په تایید سره وايي، چې دې روسي ژورنالیستانو د روسیې د یو خصوصي پوځي قرادادي کمپنۍ په اړه مستند فلم جوړاوه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د درې واړو ژورنالیستانو جسدونه د دوشنبې په ورځ موندل شوي دي.
رسنۍ راپور ورکوي چې یاد کسان نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو وژل شوي چې له پایتخت بانګوی( Bangui) څخه بهر وتل.
د فرانسې خبري خبري اژانس وايي، ددې وژل شویو خبریالانو مړي د سیبو په نوم یو ښار کې موندل شوي دي، او د وژنې هدف غلا ښکاري.
محمد امان دوران

Comments