په ارزګان ۱۸ وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش ـ ارزګان: په ارزګان ولایت کې د ملي اردو یو ویاند وايي، چې په هوايي بریدونو کې د دولت ۱۸ مخالف وسلوال وژل شوي دي.
په دغه ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا ویاند جګړن اقا محمد صافي وویل: “ځینو وسلوالو غوښتل تېره شپه په ګیزاب او خاص ارزګان ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي، چې هوايي ځواک په نښه کړل”
هغه زیاته کړه: “دښمن ته ۲۳ نفره تلفات واوښتل، چې له دې جملې ۱۷ نفره یې په ساحه کې مړه پراته وو او ۵ نفره شدید ټپیان لري.”
ویل شوي، وسلوالو خپل یو مړی له ځانونو سره وړی دی.
ښاغلی صافی وايي، په ځوابي عملیاتو کې د وسلوالو ځینې مرکزونه او پوځي تجهیزات هم ویجاړ کړای شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.
ننګیالي کوهنورد

Comments