په ارزګان کې ۷ تنه وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ ارزګان: د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې افغان هوايي ځواکونو د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د طالبانو په یوې راټولیدونې هوايي برید کړي، چې په پایله کې ۷ تنه طالب وسلوال وژل شوي او ۴ تنه نور سخت ټپیان شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په ترسره شووعملیاتو کې د ۷ تنو په وژل کیدو او ۴ تنو په ټپي کیدو سربیره ۲ عرادې موټرسایکلونه او د طالبانو ۲ پوځي مرکزونه هم له منځه وړل شوي دي.
په ورته وخت کې د ارزګان ولایت اوسیدونکو د افغان ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ په طالبانو غږ کړي، چې د جګړې پرځای سولې ته لومړیتوب ورکړئ.
ننګیالی کوهنورد

Comments