په ارزګان کې کړنیزې چارې ګړندې شوي دي

comments 0

هندوکش – کابل: په کابل کې د کړنې وزارت چارواکي وایي چې، د دې ولایت کرونده ګر د نباتي امراضو د مخنیوي په برخه کې و روزي او ورته د اصلاح شویو تخمونو د استعمال نوي طريقې وښيي.
اروزګاني ګروندګر هم وایي، که ورسره مرسته وشي؛ نو د توليداتو د زیان مخه به یې نېول شوې وي.
سوېلي ولایت اروزګان، چې اکثريت اوسېدونکي يې په کرنه بوخت دي د کرنې له ډېرو پخوانیو او نه کارېدونکو طريقو څخه کار اخلي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت استازي وایي، اروزګان کې د کرنيز سکټور د نه عصري کېدو له امله کروندګر درانه زيانونه ویني او نشي کولای، چې پر وخت خپل محصولات تر مارکيټ پوري ورسوي.
مسؤلين وایي، د کرنې د عصري ټکنالوژۍ سره د بلديت په موخه د اروزګاني کروندګر د روزنې لړۍ پېل شوې او وروسته به د دې ولایت بزګران د کرنېزو پېداوارو د بسته بندۍ او مارکيټ د رسولو په برخو کې وروزي.
کروندګر هم د کرنيزو محصولاتو د زياتوالي او کېفيت لوړونې په برخه کې د ظرفيت لوړونې د پلي کېدونکو پروګرامونو پايلو ته هيله مند دي.
سوېلي ولایتونو، کندهار، زابل، اروزګان او هلمند کې د کرنې له ډېرو دوديزو طریقو څخه ګټه اخېستنه د دې لامل شوې، چې د کروندګر حاصلات له کورنيو مارکيټونو پرته نړيوالو مارکيټونه ونه رسيږي؛ خو کرنې وزارت ویلي، چې د کرنيز سکټور د مکانېزه کولو هڅه يې را پېل کړېده.
سپوږمۍ پوپلزې

Comments