په ارزګان کې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

هندوکش ـ ارزګان: امینتي چارواکي وايي، چې د ارزګان ولایت په دهراوود او ګیزاب ولسوالیو کې زړورو امنیتي ځواکونو‍۱۶ طالب ترهګر وژلي او ۱۱ نور یې سخت ټپیان کړي دي.
ارزګان د والي ویاند احمدشاه ساحل رسنیو سره په خپلو خبرو کې وویل، چې پرون، ترهګرو د ارزګان ولایت په ګیزاب او دهراوود ولسوالیو کې د ملي دفاعې او امنیتي ځواکونو د برید پلان درلود، چې ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په نښه کړل، چې په لړ کې یې ۱۶ طالب ترهګر وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د ساحل په خبره، همدا راز د دښمن ۱۷ کړۍ ماینونه د انجینری ټیم د منسوبینو لخوا کشف او شنډ کړای شوی، او د دښمن دوه پټنځایونه او یو اندازه وسلو او مهماتو ویجاړ شوي دي.
ننګیالی کوهنورد

Comments