په ارزګان کې طالبان سخت ځپل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: امنیتی چارواکي وایی په ترینکوټ کې یې د پوځي عملیاتو پر مهال وسله وال طالبان سخت ځپلي او ګڼي سیمې يې ور څخه تصفیه کړې دي.
عبدالقوي عمري د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر رسنېو ته وویل چې : «پرون د دغه ولایت مرکز ترینکوټ اړوند سوله نومي سیمه کې افغان ګډو ځواکونو هوایي او ځمکني عملیات تر سره کړي چې په پایله کې يې ۱۲وسله وال طالبان وژل شوي او۱۵ تنه نور ټپيان شوي دي».
ښاغلي عمر زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې او وسايط هم له منځه وړل شوي دي.
د هغه په وینا د یادوعملیاتو پر مهال څلور افغان سرتېري هم ټپيان شوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دی اړه څه نه دي ویلي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply