په ارزګان کې د واکسینو د نه تطبیق د ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کړی

comments 0

هندوکش ـ ارزګان: ارزګان روغتیايي چارواکي وايي، چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د ګڼو ماشومانو ژوند د شري او ګوزڼ د ناروغیو له خطر سره مخ دی.
د ارزګان ولایت روغتیايي چارواکي وايي، په هغو سیمو کې چې طالبان واکمن دي له تېرو دوه کلنو راهیسې یو لک او شپاړس زره ماشومان د ګوزڼ د ناروغۍ پر ضد له واکسینو بې برخې دي.
دوی وايي، وسلوال طالبان اجازه نه ورکوي چې په دې سیمو کې ماشومانو ته واکسین ورکړي.
د ارزګان د عامې روغتیا د ریاست د واکیسنو د برخې مسؤل سیف‌الدین بارک وویل، د وسلوالو طالبانو تر واک لاندې سیمو کې دا مهال لسګونه ماشومان د ګوزڼ په ناروغۍ اخته دي، او که په دې سیمو کې د پولیو واکیسنو ته اجازه ورنه کړل شي، پر دې ناروغۍ د ګڼو نورو ماشومانو د اخته کیدو وېره شته.
روغتیايي چارواکي وايي، که چیرې په یوه سیمه کې د ګوزڼ یو مثبته پېښه رامنځته شي، او نور ماشومان واکسین شوي نه‌ وي، نو په یو ورځ کې په ګوزڼ ناروغۍ د نورو ۲۵۰ ماشومانو د اخته کېدو احتمال شته.
خو وسلوال طالبان بیا دا منلې چې د دوی تر کنټورل لاندې سیمو کې روعتیايي کاروکوونکي ته اجازه نه ورکول کیږي او دوی یې د واکیسنو مخه نېولې ده.
طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي، واکسیناتوران نه شي کولی، چې د دوی تر واک لاندې سیمو کې جومات پر جومات ماشومان واکسین کړي.
ننګیالی کوهنورد

Comments