په ارزګان کې د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې ۱۲ طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ ارزګان: د ارزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ پولیس د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې د ۱۲ وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د دهراوود ولسوالۍ مرستیال امنیه قوماندان روزي خان همکار وویل، چې دا وسلوال هغه مهال ووژل شول چې د لنډياني سیمې پر امنیتي پوستو یې برید وکړ.
نوموړی زیاتوي، چې په دې برید کې پنځه نور طالبان ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې د وسلوالو طالبانو د جګړې له کبله سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.
ننګیالی کوهنورد

Comments