په ارزګان ولایت کې ۱۳ تنو طالب وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش ـ ارزګان: د ملي دفاع له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې طالب وسلوالو تیره شپه د ارزګان ولایت په هراوود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په پوستو وسلوال بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه بریدونو د طالبانو بریدونو بیرته په شا تمبول شوي او په پایله کې ۸ تنه طالبان وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په ترسره شووځوابي برید کې د ۸ تنو په وژل کیدو او ۵ تنو په ټپي کیدو سربیره ګڼ شمیرسپکې او درنې وسلې د افغان ځواکونو لاسته ورغلې دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګیالی کوهنورد

Comments