په اته ولایتونو کې د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې شاوخوا یونیم سل وسله والو ته مرګ ژوبله اووښتې

comments 0

په اته ولایتونو کې د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې شاوخوا یونیم سل وسله والو ته مرګ هندوکش – کابل: د ملي امنیت یوې سرچینې ویلي، په کابل، تخار، بغلان، سمنګان، نیمروز، لوګر، خوست، ارزګان او بادغیس ولایتونو کې د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې طالبانو او داعش وسله والو ته سخته مرګ ژوبله اړولې.
سرچینه لیکي دا عملیات په بیلابیلو وختونو شوي او وژل شویوکې ۲۱ داعش وسله وال او نور طالبان دی.
د سرچینې په خبره، عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او نور جنګي تجهیزات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
وسله والو ډلو بیا د دې ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ
ژوبله اووښتې

Comments