پنټاګون: پر طالبانو فشار زیات شوی

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا سرپرست دفاع وزیر وايي، افغانستان کې یې ماموریت د سرتیرو کمولو نه بلکې د سویلي اسیا لپاره د جوړې شوې پالیسۍ تطبیق دی.

پیټرک شناهن ویلي، پر طالبانو فشار ددې لامل شوی چې هغوی سولې خبرو ته کیني، شناهن دا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه پالیسي یاده کړه چې د سویلي اسیا لپاره یې جوړه کړې.

د امریکا سرپرست دفاع وزیر په ټینګار ویلي، افغانستان کې د دوی ماموریت ددې لپاره نه دی چې سرتیري راکم کړي بلکې د سویلي اسیا لپاره د امریکا جوړې شوې پالیسۍ تطبیق دی.

سرپرست دفاع وزیر ویلي، د سرتیرو د شمیر او د تګ راتګ په اړه اوس هیڅ نه شي ویلی.

فکور نعیمي

Comments