پنټاګون: د طالبانو بریدونو ته په کتو به د ځواکونو وتل ورو شي

comments 0

هندوکش ـ امریکا: د امریکا دفاع وزارت وايي، چې د طالبانو وروستیو بریدونو او پرمختګونو ته په پام سره ښايي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو سرعت کم شي.
د پنټاګون ویاند جان کربي پرون دوشنبه (د غبرګولي ۳۱مه) ماښام یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې د سېپټمبر تر ۱۱مې پورې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستلو په برخه کې د ولسمشر جو بایډن ټاکلی مهلت پر ځای دی، خو هغه زیاته کړه چې د امریکايي سرتېرو د وتلو سرعت، وضعیت ته په پام سره بدلېدای شي.
ښاغلي کربي زیاته کړه: “که د سرتېرو د وتلو د سرعت، څرنګوالي یا کچې په ټاکلې ورځ یا اوونۍ کې بدلون ته اړتیا ولیدل شي، نو موږ غواړو چې په دې برخه کې انعطاف ته ځای پرېږدو.”
ښاغلي کربي زیاته کړه چې د افغانستان وضعیت د بدلون په حال کې دی او دا په داسې حال کې ده چې طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړی، د ولسوالیو پر مرکزونو حملې کوي او تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی.
د پنټاګون ویاند زیاته کړه چې پوځي چارواکي روان وضعیت په منظم ډول څاري او له افغانستانه د وتلو په برخه کې پرېکړې به روانو جریاناتو ته په پام سره کېږي.
د پنټاګون چارواکو تېره اوونۍ ویلي و چې شااوخوا دوه نیم زره امریکايي سرتېري او شپاړلس زره قراردادیان چې ډېری امریکايي وګړي دي اوس مهال په افغانستان کې دېره دي. د امریکا پوځ په تېره یوه میاشت کې څو مهمې اډې هم افغان ځواکونو ته وسپارلې.
د پنتاګون ویاند زیاته کړه چې امریکايي ځواکونه به له طالبانو سره په جګړه کې د افغان پوځ ملاتړ ته دوام ورکړي.
فکور نعیمي

Comments