پنټاګون: د افغان ځواکونو مقاومت تضمینوو

comments 0

382 Views

هندوکش – امریکا: پنتاګون وايي، افغان ځواکونه د نظامي تجهیزاتو د خوندیتوب په برخه کې روزنې ته اړتیا لري.
د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون لوړ پوړي جنرال جان ټروکسیل چې په افغانستان کې د پنتاګون له لوړ پوړو مشاورینو هم ګڼل کیږي ویلي، افغان ځواکونه له دې امله د نظامي تجهیزاتو د ساتنې په برخه کې روزنې ته اړتیا لري، تر څو د طالبانو او نورو وسله والو پر ضد د دوی مقاومت تضمین شي.
ټروکسیل د افغان حکومت له خوا د پوځ په مشرتابه کې وروستي اصلاحات ګټور ګڼي او په وینا یې د پخوانیو جنرالانو تقاعد هم کولای شي د جګړې د لوري په بدلون کې مهم واقع شي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments