پنټاګون: افغانستان کې د سولې لپاره مناسب وضعیت دی

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا دفاع وزارت پنټاګون د افغانستان وضعیت له بل هر وخت سولې لپاره مناسب بللی.
کانګرس ته د امریکا دفاع وزارت له لوري په استول شوي کلني راپور کې راغلي چې افغانستان د سولې لپاره مناسب وضعیت کې دی.
په راپور کې همداراز د افغانستان د سیاسي بې ثباتۍ ، د افغان ځواکونو د کم ظرفیتۍ او د سیمې هېوادونو د لاس وهنې یادونه هم شوې ده.
پنټاګون لیکلي، په دوه زره اتلسم کال کې د سلاکارانو زیاتیدو د افغانستان امنیت سره مرسته کړې او د طالبانو فعالیتونه یې را محدود کړي دي.
راپور کې دا هم راغلي چې ډېپلوماټیکو، مذهبي، پوځي او ټولنیزو فشارونو طالبان اړ کړل چې د سولې په تړاو فکر وکړي.
دغه راپور داسې مهال وړاندې کېږي چې سپینې ماڼۍ هغه راپورنونه رد کړي چې ګنې له افغانستانه به سرتېري وباسي.
فکور نعیمي

Comments