پنجشېر، سرپل او جوزجان کې بیا شمېرنه بشپړه شوې

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان په اوه ولایتونو کې چې پرون په کې د رایو بیا شمېرنه او څېړنه پیل شوې، په دریو ولایتونو کې یې دا بهیر بشپړ شوی دی.
پنجشېر، سرپل او جوزجان د افغانستان له هغو اوه ولایتونو څخه دي چې د رایو بیا شمېرنه او څېړنه په کې تېره ورځ بشپړه شوه.
تخار، فاریاب، بدخشان او بغلان کې بیا د دغه هېواد د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په وینا، دا بهیر له کومې ستونزې پرته روان دی.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا ريیس حبیب الرحمان ننګ وویل، دوی هڅه کوي چې له خپلو ټولو سرچینو په ګټې اخیستنې سره، په پاتې څلور ولایتونو کې هم د رایو بیا شمېرنه او څېړنه ژر بشپړه کړي.
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو بیا شمېرنې او څېړنې بهیر د دغه هیواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د تېرې لړم یا عقرب میاشتې په ۱۸مه نېټه پیل شو، خو د یو شمېر ټاکنیزو ډلو د اعتراض له کبله د همدې میاشتې تر ۲۶مې نېټې وځنډېد.
له دویم ځلي پیل وروسته بیا هم ، د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیزې ډلې اجازه ور نه کړه چې په اووه ولایتونو کې کمېسیون خپل کارونه مخ‌ته یوسي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي، په اووه ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه او څېړنه به تر پنځو ورځو بشپړه شي.
د دغه کمیسیون په خبره، لومړنۍ پایلې به د دې بهیر تر بشپړېدو وروسته اعلان کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments