پنجشنبه ولسمشر برښنایي تذکره اخلي

comments 0

هندوکش – کابل: ټاکل شوې ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ برښنایي تذکره واخلي.
ولسمشر غني دوه میاشتې وړاندې په ارګ کې د برښنایي تذکرې نوم لیکنه او بایو میتریک کړی و او دا پروسه تراوسه ځنډیدلې وه.
که ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ خپله برښنایي تذکره واخلي، دا پروسه به رسما پرانیستل شي او په کابل او ولایتونو کې به یې مرکزونه پرانیستل شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments