پنجاب د پښتون نه، د خپل اقتصاد خېر غواړي / ليکوال : نور بادشاه يوسفزى

comments 0

د پنجاب رياست په يو وخت کې په دوه بېلا بېلو طريقو پښتانه د خپل لاس لاندې کول غواړي.
لومړۍ طريقه: د پاکستان رياست د مودو راهيسې لګيا دی د تعليمي کتابونو د لارې غواړي چې د پښتنو سوچ او فکر بدل کړي، پښتانه د خپلې پښتونولۍ، کلتور، خپل تاريخ او د تاريخي اتلانو په اړه ګمراه او منکر کړي، هم د دې سره سره پرې د مذهبي ګوندونو، طالبانو او پوځي اپريشنې (عمليات) هم کوي، په بمونو او ميزايلو يې وژني، د کار روزګاره يې لرې ساتي، پوځيان يې ورته په سيمو کې کېنولي، سختۍ او ظلمونه پرې کوي، تر څو پښتانه د زړه د خلاصه د پنجابيانو غلامي او نظام ومني.
دوهمه طريقه: يوه لاره تشدد ده او بله لاره بيا پنجابيانو دا خپله کړې، چې په خپل قام کې يې د ليبرل، سيکولر او کميونيسټ په نوم يوه ډله راجوړه کړې ده، چې هغوى په خوږه خوله پښتانه د خپل نظام او غلامۍ لاندې کول غواړي.
د دې خلکو د واردات طريقه دا ده چې دوى تش په خوله د پښتنو سره د پاکستان د پوځ د ظلمونو غندنه کوي، دوى د پاکستان پوځ ته وايي چې سختي مکوئ، چې چرته دا خلک زمونږ دلاسه لاړ نه شي. مقصد دا چې دوى د پوځ هغه کار په يوه بله لار کوي. د دې پنجابي ليبرالانو سره يو شمېر پښتانه هم ملګري دي، چې په دې کار يې د بچو رزق کور ته راځي.
تاسو ماته يوه خبره وکړئ! چې يو ليبرل پنجابى به ولې ستا ملګرتيا کوي؟ ليبرل پنجابى خو هيڅکله نه غواړي، چې پښتانه دې خپله ژبه او کلتور ژوندی وساتي، ځکه چې د هغه کلتور ته ترې خطر جوړېږي.
يو ليبرل پنجابى به ولې د لوى افغانستان، پښتونستان يا بلوچستان ملګرتيا وکړي؟ حال دا چې هغه په خپله په پنجاب کې ښه خوشاله دی او هيڅ د خپلواکۍ خبره نه کوي.
يوه بله خبره دا چې پنجاپيان ولې د ټولو قومونو نه ډېر او کلک پاکستانيان دي؟ او د پاکستان پر ضد خبره نه شي زغملی؟ ولې دا سنديان، پښتانه او بلوڅ د دې نظام لاندې ژوند نه کوي څه؟
پنجابيان غواړي چې دا درې صوبې (ايالتونه) [خېبر پښتونخوا، سند او بلوچستان) په ځان پورې تړلې وساتي، ځکه چې د دې درې صوبو ټول وسايل پنجاب ته ځي، په پنجاب کې په هره سيمه کې کارخانې (شرکتونه) او تجارتونه روان دي. د سيالکوټ او فېصل اباد سامانونه تر امريکا پورې په مارکيټونو کې ترلاسه کېږي، ولې د کوټې او پېښور هېڅ شى هم نشته.
بيا هم، دا زمونږ د پښتنو غلطي نه ده چې شاته پاتې يو، مونږ په يو سازش سره شاته پاتې کړاى شوي يو، مونږ د مذهب، جنګ او تش د درواغو د مېړنيو کيسو په نوم ځپل شوي يو.
اوس هم له مونږ سره ډېره ښه موقع ده، چې موږ پښتانه د کنځلو پر ځاى بايد سوچ او فکر وکړو، چې اخر د وزيرستان، سوات او افغانستان جنګ د لاهور په بارډر (پوله) د هند سره ولې نه دى؟
زمونږ د کلو او ښوونځيو پر ځاى د پنجاب په ښوونځيو کې ولې د پوځيانو پوستې نشته؟
فکر او سوچ بايد وکړو، فکر او سوچ او پوښتنې د انسانانو ژوند او تقدير بدلوي او هېڅ کله بايد د داسې پنجابيانو په دوکه کې رانه شو، چې زمونږ لپاره د انصاف چيغې وهي، دوى زمونږ خېر نه غواړي، بلکې د خپل پنجاب تجارت، شرکتونه او د خپل ځان د سلامتۍ خېر غواړي.
ليکوال خپلواک ژورنالېسټ دى، په بېلا بېلو موضوعاتو يې ليکنې په ورځپاڼو او راډيوګانې کې خپرېږي.

Comments