پنجاب د پښتون غږ چوپ کولو امر کړی

comments 0

هندوکش – پاکستان: پنجاب حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر نیولو امر وکړ.
پاکستان منظور پښتون له حکومت سره په خیانت تورن کړی او زیاته کړې یې ده چې د بلوچستان په ژوب کې یې په خپلو ویناو کې د پوځ ضد خبرې کړې دي.
په دغه حکم کې منظور پښتون ترڅنګ د ملګرو نواب ایاز خان جوګیزي، محسن دوړ او رضا محمد شامل دي.
د حکم هغه کاپي چې رسنیو ته په لاس ورغلې پکې راغلي چې دغه پښتانه ځوانان ولس د دولت خلاف پاڅوي او د استخباراتي ادارو پر ضد کرکه خپروي.
پولیسو د ادعا په توګه د منظور پښتون هغه خبرې یادې کړي چې ویلي و پښتانه له یوې خوا د پوځ په عملیاتو کې وژل کیږي او بل خوا یې د تلاشۍ په پوستو کې بې عزتي کیږي.
د منظور پښتون په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د دغه حکم پر وړاندې ویلي چې له دا ډول ګواښونو ویره نه لري.
دادان وزیري

Comments