پنجاب افغان محصلین په تنګ کړي

comments 0

هندوکش – پاکستان: هغه افغان محصلین چې د پاکستان پنجاب ته د لوړو زده کړو لپاره په برسونو تللي، اوس فارغ شوي او پوهنتونونه یې د فراغت اسناد نه ورکوي.
محصلین چې د اعتراض په ډول راټول شوي و، په ډاګه کړه چې ځینې ملګري یې یو کال او یو نیم کال وړاندې فارغ شوي چې تحصیلي اسناد نه ورکول کیږي.
افغان محصلینو دا موضوع له افغان سفارت او د پاکستان د لوړو زده کړو له وزارت سره شریکه کړې، خو تراوسه په دې تړاو کوم پرمختګ نه دی شوی.
افغان محصلین وايي، د اعتراض په موخه د لاهور سړکونو ته راوتلي چې ځينې ملګري یې پولیسو وهلي او ځینې یې په ډزو ټپيان کړي او د سړک پر سر پاتې دي.
افغان محصلینو له افغان حکومت غوښتنه کړې چې نور دې افغانان د پاکستان په بورسونو نه رالیږي، ځکه چې دلته ورسره توپيري چلند کیږي او په قصدي ډول یې اسناد ځنډیږي.
دادان وزیري

Comments

Leave a Reply