پنجابیان دې ورځو کې ښکاره مالومیږي / سید عبدالله پاچا

comments 0

وروسته له هغې چې په قطر کې طالبانو او امریکایي استازو خبرې وکړې او ددې خبرو جزیات له رسنیو سره شریک شول د طالبانو ښکاره پيغام دا و چې یو ځل بیا د پاکستان ستراتيژي پلي کړي.
طالبان غواړي، لکه روسان هم امریکایان ووځي او بیا دوی په خپلمنځي جګړو کې د پنجاب په دستور نسبي جوړ افغانستان ړنګ کړ، هغه سیستم چې کلونه کار پرې شوی یو ځل بیا له منځه یوسي، هغه افغان امنیتي او دفاعي ځواک چې اوس په سیمه کې ساری نه لري، یو ځل بیا دړې وړې کړي،
طالبان فکر کوي چې افغان حکومت له مجبورې ورځې سوله کوي، طالبان فکر کوي چې حکومت یې وارخطا کړی نو ځکه د سولې په خبرو ټینګار کوي،
خو نا داسې نه ده، حکومت ځکه له مجبورې ورځې سوله کوي، چې حکومت په دې پوه دی چې جګړه پردۍ او قرباني یې افغانان دي، حکومت په دې پوهیږي چې طالب د پاکستان تګلارې مخ ته وړي او باید نور د پاکستان له انحصاره خلاص شي، حکومت په دې پوهیږي چې هره ورځ طالبان په عملیاتو کې وژني ، کونډې او ماشومان بیا همدې حکومت ته پاتې وي.
حکومت پوهیږي، که سوله وشي، افغانستان پرمختګ کوي او د نورو هېوادونو سیال کیږي، حکومت پوهیږي که جګړه نه وي د سیمې اونړۍ هیڅ هېواد ته به محتاج نه وي، حکومت په دې ښه پوهیږي چې که جګړه نه وي او د سولې ژوند وي نو افغانان به لا ډيرو برخو کې پرمختګ وکړي او افغانستان نوم به په نړۍ کې وځلوي.
خو برعکس طالب بیا په دې فکر نه کوي، طالب فکر کوي چې هیڅ دې افغانستان او افغانان نه وي خو چې د دوی واکمني وي، طالب وايي هیڅ هېواد سره دې اړیکې نه وي خو پنجاب دې له کابل فرمانونه صادر کړي.
طالب وایي هیڅ پرمختګ دې نه وي، خو د دوی هره خبره دې ومنل شي، طالب چې اوس د جګړې په ډګر کې مات شوی، فکر کوي چې یو ځل بیا به ځان راجوړ کړي او ځینې سیمې به ونیسي، خو اوس افغان ځواکونه تر بل هر وخت پياوړې دي او هیڅ ډول پرمختګ به و نه شي کړی.
د طالب له خبرو او تګلارو دا په ډاګه کیږي چې پنجاب دستور ورکړی، چې اوسنی سیستم باید بیخي ختم شي او افغانان بیا له سره یو نظام رامنځ ته کړي، خو دا ارامان هیڅکله نه پوه کیږي، دا به سمه وي چې سوله په لوړ قیمت ارزي، خو دومره لوړ نه چې څه طالب او پڼجاب غواړي همغه به منل کیږي.

Comments