پنجابيانو د خپلواکۍ، پښتنو د غلامۍ او مهاجرو د تباهۍ ورځ ولمانځله / بریالې زمری

comments 0

د پاکستانيانو په وينا، نن د هغوى د خپلواکۍ يا آزادۍ ورځ ده، دوى وايي چې له نن څخه ٧١ کاله مخکې د دوى مشر قايد اعظم محمد علي جناح له انګرېز څخه ازادي يا خپلواکي ترلاسه کړې وه او د دوى لپاره يې يو نوى هېواد جوړ کړى و.
خو حقيقت بيا دا دى، چې ٧١ کاله مخکې انګرېز يا انګليس د هند هېواد دوه ټوټې کړ، يوه ټوټه يې هند او په بله يې پاکستان جوړ کړ، تاريخي ليکي چې برېتانيې د ځان لپاره په سيمه کې يو بچى وساته او د مسلمانانو لپاره يې په دې خاوره يو سردردى جوړ کړ، چې د بېلا بېلو هېوادونو خاوره يې راوشکوله او د پاکستان په نوم يو نوى هېواد يې پکې راجوړ کړ.
له کله راهيسې چې د پاکستان نوم په سيمه کې راڅرګند شوى دى، خوا و شا هېوادونه يې له شر څخه کړېږي، ٧١ کاله تېر شول، خو د پاکستان په نوم جوړ شوي دې نوي هېواد انسانيت زده نه کړ او تل په همدې هڅه کې دى، چې خپل ګاونډي هېوادونه په څه نا څه ډول نا ارامه کړي.
د پاکستان په ٧١ کلن تاريخ کې که يوې خواته هند او افغانستان ته لوى سردردى جوړ شو، نو افغانستان کې له تېرو پنځوسو کلونو راهيسې په جنګ کې مستقيماً پاکستان لاس لري او دلته مستقيماً پاکستاني جنګيالي جنګېږي، چې تازه پېښه يې د غزني پېښه ده، چې تر سلو زيات مړي يې پاکستان وړل شوي دي، دا د هغه کسانو مړي دي، چې د ملي اردو سره جنګېدل او په دغه جنګ کې مردار شول.
همدا راز په پاکستان کې دننه چې کوم پښتانه ژوند کوي، دوى په تېرو اويا کلونو کې په پاکستان کې بېلا بېل ډول ظلمونه ليدلي دي، په وروستيو کې خو ورسره پاکستان دومره ظلمونه وکړل، چې پښتنو به په ګډه د قيامت دعاګانې غوښتې، يعنې د دوى ښځې يې بې ستره کړې، د دوى کورونه يې وران کړل، ځمکې يې ترې واخيستې، له خپلو سيمو يې وشړل، کاروبارونه يې ورته تباه کړل او خېرات ته يې کېنول، چې همدا لامل و چې اوس د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو حقونو لپاره مبارزه پيل کړې ده. دا د نن خبره ده، چې منظور پښتين ويلي دي، که چېرې پاکستان دوى ته انصاف نه شي ورکولاى، نو دوى ته دې ځان ته هېواد ورکړي.
په داسې حالت کې د پاکستان د خپلواکۍ يا آزادۍ ورځ که يوې خواته پنجابيانو ښه په ډنګه ډونګه ولمانځله، نو بلخوا يو شمېر هغه غلامو پښتنو هم ولمانځله، چې لا تراوسه هم په دې مست دي، چې پاکستان د دوى خپل هېواد دى او په خپله غلامۍ يې سترګې پټې کړي دي.
همدا راز د پاکستان د خپلواکۍ يا آزادۍ په دې جشن کې هغه افغان مهاجرو يا کډوالو هم ګډون کړى و، چې په دغه هېواد کې پراته دي، او د پاکستان په دې ورځ يې د خپلې تباهۍ او بربادۍ ورځ د پاکستان په ډولونو کې ولمانځله، دوى هېڅ دا فکر نه کاوه چې په غزني کې مردار شوي تر سلو زيات پاکستانيانو هلته څه کول؟ خو دوى د پاکستان په دغه ورځ کې ګډاګانې کولې.
يوه افغان مهاجر له خبريال سره په خبرو کې د خپلواکۍ د ورځې د نمانځلو په اړه وويل، چې په بلوچستان ايالت کې مهاجرو په ګڼ شمېر کې د پاکستان د خپلواکۍ ورځ لمانځلې ده، يو شمېر مهاجرو د ازادۍ د ورځې په پروګرامونو کې ګډون کړى و، خو ټيټ سرونه يې نيولي و، تر څو په کامرو کې راښکاره نه شي.
همدا راز يو شمېر هغه افغانانو، چې اوس يې هم کورونه په پاکستان کې دي او يا هم دوى هلته په خپله ژوند کوي، په ټولنيزو رسنيو افغانانو او پښتنو ته پېغور ورکړى دى، چې پاکستان د دوى اسلامي ورور هېواد دى، څلوېښت کاله يې دوى ته پناه ورکړې، نو چې څوک ورته د خوشحالۍ په دې ورځ مبارکي نه ورکوي، نو دوى افغانان يا پښتانه نه دي.
دا کسان دومره بې عقل دي، چې دوى دومره هم نه پوهېږي چې دا څلوېښت کاله دوى ولې په پردي هېواد کې تېر کړل، دې بې عقلو ته دومره هم معلومات نشته، چې د غزني په جنګ کې پاکستانيانو څه کول؟ دوى تراوسه پورې د جنرال حميد ګل، کرنل امام، پروېز مشرف، بېنظير بوټو او نورو پاکستانيانو مرکې نه دي اورېدلي، چې تل يې ويلي دي چې په افغان جهاد کې دوى ته ګټه وه، او دوى د افغانستان د ورانۍ او بربادۍ لپاره ترهګر په خپل هېواد کې روزلي دي.
پاکستانيان تراوسه هم په دې وياړي، چې افغانستان يې لوټه لوټه کړ، افغانان يې در په در کړل، وې وژل، معيوب يې کړل، خو افغانان بيا د خپل سر دښمن ته مبارکي هم ورکوي، لعنت دې وي په هغه افغان، چې د پاکستان په خوشحالۍ کې خوشحاله کوي
سرچینه : خبریال.

Comments