پنتاګون د افغان څارګرې ادارې تجهیز لپاره ۵،۱۲ ملیونه ډالره مرسته کوي

comments 0

هندوکش – امریکا: پنتاګون نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا دفاع وزارت غواړي افغان څارګره ادارې پر پرمختللو وسایلو سمبال کړي.
د پنټاګون په وینا، د افغان استخباراتي ځواکونو د پیاوړي کولو او تجهیز په موخه یې د «انتی‌گریټډ مایکرو ویف» تکنالوژۍ له کمپنۍ سره د ۵،۱۲ میلیون ډالرو په ارزښت نوی تړون لاسلیک کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې سره به افغان څارګره اداره نور هم پیاوړي شي او پرمختللي وسایل به یې په واک کې ورکول شي.
د خبرپاڼې پر بنست ټاکل شوې ده دغه پرمختللي وسایل به تر ۲۰۲۰ کال پورې افغان استخباراتي ځواکونو ته وسپارل شي.
فکور نعیمي

Comments

Leave a Reply