پنتاګون: ترهګرو ډلو نه د روسیې، پاکستان او ایران ملاتړ د اندیښنې وړ دې

comments 0

هندوکش – امریکا: پنتاګون نه په خپور شوي نوي ریپورت کې راغلي چې د افغانستان د ګاوندیو هیواد  لخوا د ترهګرو ډلو نه ملاتړ   لکه القاعده او حقاني شبکه نه د اندیښنې وړ دې.
د پنتاګون ریپورت کې پر دې تاکید شوې چې د ترهګرو امن پتنځایونه پاکستان کې دې او افغانستان ته تهدید دې  چې کولاې شي نړیوال ایتلاف ماټې سره مخ کړي.
پنتاګون اضافه کوي چې د پاکستاني چارواکو اندیښنې پر دې موضوع چې افغان حکومت هغو ترهګرو ډلو ته ښند جوړوې نشي چې پاکستان کې ترهګریز عملیات ترسره کوي د سولې راتلو لپاره زمینه خرابوي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالات غواړي افغانستان او پاکستان پر وړاندې خپله استراتیژي وړاندې کړي چې د شنونکو په اتکل کیداې شي پاکستان ته خپل مالي مرستې کمې کړي.
فکتور نعیمی

Comments

Leave a Reply