پنتاګون: افغان ملي پوځ ته به نوي بلک هاک چورلکې وسپارل شي

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا دفاع وزارت نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې راتلونکو څو ورځو کې افغان پوځ ته څلور نور بلک هاک چورلکې وسپارل شي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه هدف لپاره د امریکايي سلاکارانو لخوا د کندهار ولاېت په هوايي ډګر کې د افغان هوايي سرتیرو د روزنې کار به ډیر زر سر ته ورسي او افغان سرتیري به د مې میاشتې نه د روسي ساخت اېم-ون چورلکو پرځاېې امریکايي جوړ بلېک هاک چورلکې الوځول پیل کړي.
خبر پاڼه زیاتوي چې، افغان هوايي پوځ لپاره دغه کار ډیر ګټور دی.
دا په داسې حال کې ده چې افغان پوځ سره موجودې اېم-ون چورلکې نورې د الوت لپاره سمې نه دي نو له همدې امله مونږ د افغانستان هوایي پوځ ته دغه بلېک هاک چورلکې ورکوو
د یادونې وړ ده چې افغان حکومت د نړیوالې ټولنې په شمول د امریکا او ناټو په مرسته د خپل هوايي پوځ قابلیت او اهلیت قوي کول غواړي او د دغې مقصد لپاره امریکا په اوو کالو کې ۸۱۴ میلیون ډالره مصرف هم کوي.
یاده دې وي چې افغانستان کې د ایران او پاکستان مداخلې او ترهګرو ته مالي او لوژستیکي مرستې ددې لامل شوي چې افغان حکومت یې پر وړاندې پراخ پلان پلي کړي او وتوانیږي ترهګرو ته مالي او ځاني زیان واړوي.
فکور نعیمي

Comments