پمپو هند ته لاړ

comments 0

هندوکش – هندوستان: مایک پمپیو د پوځي اړیکو په تړاو د خبرو په موخه هند ته ولاړ.
پمپیو پاکستان کې د نوي لومړي وزیر عمران خان سره له لیدنې وروسته هند ته تللی دی.
هند ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دغه سفر موخه د دواړو هیوادونو ترمنځ د دفاعي اړیکو پراختیا ده.
امریکا تر دې وړاندې هم څو ځل هند سره د پوځي اړیکو په موخه لوړپوړي چارواکي استولي دي.
کارپوهان وايي امریکا په سیمه کې د چین له اغیز ډار لري او د همدې لپاره وخت ناوخته سیمې ته سفرونه کوي.
محمد امان دوران

Comments