پلار او دوه زامن شهیدان شول

comments 0

هندوکش – هلمند: راپورونه وايي، د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو ماین چاودنې درې تنه شهیدان کړي دي.
د هلمند ولایت مقام وایي، د پېښې قربانیان یو پلار او د هغه دوه زامن دي چې په لار روان و او سړک غاړې ماین پرې چاودلی دی.
د والي ویاند عمر ځواک وايي، چاودنه تیر ماسخوتن شاوخوا اته بجې د ګرشک ولسوالۍ ادم خان سیمه کې پر مازدا موټر شوې ده.
د مالوماتو له مخې ماین طالبانو د افغان ځواکونو لپاره ځای په ځای کړی و.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments