پغمان کې د حرفوي چپاولګرانو یوه ډله ونیول شوه

comments 0

هندوکش ــ کابل:: تېره شپه پولیسو د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ او قلعه حیدر خان سیمه کې د غلو او چپاولګرنو یوه درې کسیزه حرفوي ډله نیولې ده.
یاد کسان له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وو او د پنځمې حوزې او پغمان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یې په بېلابېلو جنايي قضیو په ځانګړې توګه چپاول او د خلکو په لوټولو کې لاس درلود.
د کابل پولیسو له جنايي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي او ورځ تر بلې هڅه کوي، څو خلکو ته مصوونه فضا رامنځته کړي.
عبید رادپور

Comments