پشت رود کې پر طالبانو عملیات شوي

comments 0

17 Views

هندوکش – فراه: د فراه په پشترود ولسوالۍ کې افغان ځواکونو هغه ټانګ په نښه او له منځه یووړل چې څه موده وړاندې طالبانو نیولی وو.
په فرا کې د ملي اردو پوځي سرچېنې وايي، برید تیر مازدیګر د پشترود ولسوالۍ ملخانو سیمه کې شوی چې یو طالب په کې وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.
د یو بل خبر له مخې تیره شپه افغان کومانډو ځواکونو د مولوي سعید زیرکوهي پر کور او مرکز چاپه وهلې چې درې طالبان یې وژلي، ۶ یې ټپیان کړي او نهه نور تر اوسه نادرکه دي چې ښايي کومانډو ځواکونو له ځان سره بیولي وي.
یوې باوري سرچېنې رسنیو ته وویل، د نهو نادرکو په ډله کې دوه یې ملکي وګړي دي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments