پر کمال خان بند د طالبانو برید ناکام شو

comments 0

هندوکش ــ نیمروز: د نیمروز امنیه قومانداني وايي، دې ولایت کې یې کمال خان بند ته نږدې زياته اندازه وسلې او جنګي مهمات کشف او نیولي دي.
د دغه ولایت له امنیه قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یادې وسلې او مهمات یې وړمه شپه د چهاربرجک ولسوالۍ اړوند سیمه کې د يو لړ کشفي مالوماتو په اساس نیولي دي. خبرپاڼه زیاتوي، طالب وسله‌والو هڅه کوله چې د دې وسلو په مرسته پر کمال خان بند وسله‌وال برید وکړي.
کمال خان بند د هلمند پر سیند یو ستر او مهم بند دی چې له ډېرې مودې یې د جوړیدو چارې روانې دي، خو لا يې هم چارې نه دي بشپړې شوي. د نيمروز امنيه قومندانۍ په خبره نیول شویو وسلو کې ۲۷ فېره هاوان مرمۍ، ۳ فېره توپونه، ۱۱ فېره چریکي هاوان مرمۍ، او ۴ راکټ اندازه نیول شوي دي.
په دې وروستیو کې د طالب وسلوالو له لوري په عامه تاسیساتو بریدونو زور کړی او د هېواد په ګڼو سیمو کې یې د لویو لارو سړکونه پولچکونه او ښوونځي وران کړي دي.
امیر حسین سلجوقي

Comments