پر کابل پوهنتون د برید پلان کوونکی بریدګر په اعدام محکوم شو

comments 0

هندوکش ـ کابل: کورنیو چارو وزارت وايي، چې پر کابل پوهنتون د برید د طراحانو د ډلې یو غړی په اعدام محکوم شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پرون جمعه پر ټویټر لیکلي دي، چې محمدعادل په کابل کې د یوې علني محکمې په ترڅ کې په اعدام محکوم شوی، خو ښاغلي آرین په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د تیرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان په ستره محکمه کې هم پر کابل پوهنتون د برید د طراح محمد عادل او څلورو تنو نورو تورنو کسانو محاکمه تر سره شوه.
د افغانستان سترې محکمې تر یادې علني محکمې وروسته ویلي: “قضايي پلاوي د دوسیې او تکوین، د قانوني او قضايي استدلال او ارزیابي په ګډون د اسنادو او مدارکو په نظر کې نیولو او د جرم اصل تناسب په رعایتولو سره محمد عادل د تروریستي حملې د طرحې او پلانولو په تور او د تروریستي فعالیتونو او اختطاف په تور په اشد مجازات یعنې اعدام محکم شو.”
د سترې محکمې د معلوماتو په اساس په یاده قضیه کې درې تنو نورو تورنو کسانو ته بیا د نتفذي بند سزا اورول شوې او یو بل تن د الزامي دلایلو د نشتوالی په صورت کې بري الذمه بلل شوی دی.
د افغانستان د سترې محکمې د معلوماتو په اساس د عبدالله په نوم کس د داعش ډلې د غړیتوب، ماین ایښودلو او ماین انتقالولو په تور په ۲۵ کاله تنفذي بند او عبدالکبار او خدابخش په نوم کسان هم د داعش ډلې د غړیتوب، ملي خیانت او اختطاف په تور په ۱۲ ـ ۱۲ کاله تنفذي بند محکوم شوي دي.
پر کابل پوهنتون برید د تیرې لړم میاشتې پر ۱۳مه نېټه تر سره شو چې د چارواکو په وینا ۲۲ تنه پکې ووژل شول او څه باندې ۲۲ تنه نور ټپیان شول.
دغه برید چې په پراخه کچه وغندل شو طالبانو یې مسؤلیت د داعش وسله والې ډلې په نوم غاړه واخیست.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر کابل پوهنتون تر برید وروسته وویل چې د یاد برید غچ به اخلي.
د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح د تیرې لړم میاشتې پر۲۴مه پر کابل پوهنتون د برید د طراح د نیول کېدو خبر ورکړ.
ښاغلي صالح هغه مهال وویل چې نیول شوی کس عادل نومیږي او د شریعاتو پوهنځی درې کاله لوستی دی.
د جمهوري ریاست لومړی مرستیال زیاته کړې وه چې پر کابل پوهنتون د برید نیول شوی طراح د ثناوالله په نوم کس لخوا حقاني شبکۍ ته جذب شوی و.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments