پر ژورنالیستانو د بریدونو عاملانو سره د حساب او محاکمې غوښتنه وشوه

comments 0

هندوکش ــ کابل: په افغانستان کې د اروپايي ټولنې او امریکا استازولیو پر افغان ژورنالیستانو د حملو له عاملانو سره د حساب او محاکمې غوښتنه وکړه.
په کابل کې د امریکا سفارت په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي، په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي د تېرو دوو لسیزو تر ټولو مهمه بریا ده.
دغه سفارت همداراز لیکلي چې د رسنیو پر کارکوونکو باید حملې ودرول شي.
اروپايي ټولنې هم په افغانستان کې پر ژورنالیستانو حملو ته په اشاره پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، د مطبوعاتو ازادي د پرانیستې ټولنې لپاره کلیدي اهمیت لري.
دې ټولنې هیله څرګنده کړې، چې د ژورنالیستانو د سر د ساتنې لپاره اغېزمن اقدامات وشي او پر ژورنالیستانو حمله کوونکي او د حملو طراحان، دې ته له پامه پرته چې په چا پورې تړاو لري، مسوول وګڼل شي او محاکمه شي.
په وروستیو کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي، په کابل کې د طلوع پخوانی ویاند یما سیاوش، په ننګرهار کې د انعکاس راډیو تلویزیون خبریاله ملاله میوند او په غزني کې د الجزیرې خبریال رحمت الله نیکزاد ووژل شول.
هیڅ ډلې د دغو بریدونو مسوولیت په غاړه وانه خیست خو افغان چارواکي وايي، چې دا قتلونه وسله والو طالبانو کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments