پر ډیورنډ موانع له ترهګرۍ سره مبارزه نه ده

comments 0

هندوکش ـ کابل: له تروریزم سره مبارزه سیاسي ارادې او عملي اقداماتو ته اړتیا لري او د موانعو جوړول د تروریستي فعالیتونو مخنیوی نشي کوی.
ملي امنیت شورا دغه غبرګون وروسته له هغې ښودلی چې د بریتانیا د پوځ لوی درستیز د پاکستان لخوا د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د موانعو جوړولو ملاتړ کړی.
د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه ویلي، د تروریستي ډلو پټنځایونه د کرښې هغې غاړې دي او د موانعو جوړولو پرځای دې هغه له منځه يوړل شي.
ایکسپرېس ټربیون خپرونې د راپور پر بنسټ د بریتانیا د پوځ لوی درستیز پاتریک کارتر د ترورېزم سره په مبارزه کې د پاکستان رول ستایلی او ویلي دي چې د پاکستان لخوا د ډيورند کرښې په اوږدو کې د موانعو جوړولو سره به د سرحدي سیمو په امنیتي وضعیت کې ښه والی راشي.

Comments