پر پآکستان د فشارونو هرکلی شوی

comments 0

هندوکش – کابل: ملي دفاع وزارت د امریکا د هغې پریکړې هرکلی کړی چې تازه پاکستان د ترهګرو د ملاتړ په تور په تور لیست کې شاملوی.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي، که پاکستان باندې فشارونه زیات شي او د ترهګرو د ملاتړ په تور لیست کې شامل شي افغانستان کې تاوتریخوالی کمیږي.
وزیري وایي، پاکستان نیغ په نیغه افغانستان کې له ترهګرو ملاتړ کوي او د افغانانو پروړاندې د جګړې لپاره امکانات ورته برابروي.
له دې سره د ولسي جرګې غړې صایمه خوږیاڼۍ هم د امریکا د دې پریکړې هر کلی چې غواړي پاکستان د ترهګرو تور لیست ته واچوي.
امریکا او بریټانیا غواړي پاکستان د نړیوالو ترهګرو د مالي مرسته کوونکو هېوادونو په نوملړ کې ور ګډ کړي.
امریکا او برټیانیا په دې اړوند رسمي غوښتنې کړي او په پام کې ده چې را روانه اوونۍ اړونده اداره غونډه وکړي او د پاکستان برخلیک مالوم کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply