پر ټرمپ فشارونه زیات شوي؛ بوش او اوباما هم پرې سختې نیوکې کړي

comments 0

هندوکش ــ امریکا: د امریکا دواړو پخوانیو ولسمشرانو جورج ډبیلیو بوش او بارک اوباما یو وار بیا د ځانګړو څرګندونو په ترڅ کې پر ولسمشر ټرمپ توندې نیوکې کړې او ټرمپ یې د امریکا په تاریخ کې ناکام ولسمشر بللی دی.
د ان پي آر راډیو د خبر له مخې ټرمپ د کرونا پر وړاندې مبارزه کې ناکام مدیریت وکړ او دغه وبا امریکا په بې سارې توګه ځپلې ده، بوش او اوباما دغه راز په امریکا کې وروستي لاریونونه ټولې امریکا ته د خطر زنګ بللي او ویلي چې د بد او ناکام ولسمشر له امله امریکا د تاریخ تر ټولو بدې شپې او ورځې تیروي.
فکور نعیمي

Comments