پر وسله والو ډلو بریدونه زیات شوي

comments 0

هندوکش – امریکا: د تېر کال په پرتله د امریکا بریدونه نږدې اتیا سلنه زیات شوي.
د رسنیو د راپور له مخې، په افغانستان کې د امریکا پوځ بریدونه د تېر ۲۰۱۷ م نیمايي په پرتله په ۲۰۱۸ م کال کې اته اویا سلنه زیات شوي.
د پنټاګون ویاند، جنرال کان فالکر رسنیو ته ویلي، د چارواکو اجازې سره سم پر وسله والو بریدونه زیات شوي.
د فالکر په خبره د بریدونو ډېری تمرکز پر ننګرهار او کونړ ولایتونو دی او هلته پرله پسې عملیات کېږي چې په وینا یې لاسته راوړنې هم لري.
فکور نعیمي

Comments