پر میمنه د طالبانو برید په شا وتمبول شو

comments 0

0 Views

هندوکش – میمنه : پژواک نه په خپور شوي خبر کې راغلي دې چې سید انور سادات د فاریاب والي وایې:«تیره شپه ۱۰ بجې ځیني طالبانو چې غوښتل یې وحشت او ویره د خلکو په منځ کې واچوي د میمنې ښار پر لمړي، اتم او نهمې څانګې برید وکړ چې د امنیتې ځواکونو او پاڅون کوونکو له امله برید په شا وتمبول شو».
نوموړي وویل چې:«یاده نښته کې ځایي او امنیتې چارواکو ته زیان نه دې رسیدلې خو د طالبان په اړه کره معلومات نلړي».
سادات پژواک خبري آژانس ته ویلي دي چې د طالبانو برید لوې لامل د پشتونکوت ولسوالي سرحوض سیمه کې محاصره او د طالبانو ۵۰ تنه له منځه وړل دي چې تیره شپه د بلچراغ ولسوالي په مربوطاتو کې رامنځته شوي ول.

دا په داسې حال کې دې چې مل پاسوال دلاور شاه تازه د فاریاب ولایت امنیه قوماندان په هکله معرفی شوې او نوموړي د فاریاب ولایت اوسیدونکو ته وعده ورکړې چې د تروریزم، مخدره موادو قاچاق او بی عدالتې پر وړاندې به جدي مبارزه کوي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply