پر ملکیانو د ترهګر بریدونه زیات شوي

comments 0

18 Views

هندوکش – کابل: د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، تېرو څو میاشتو کې د ملکي مرګ کچه بې سارې وه.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د وسله والو په بریدونو او چاودنو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په زیاتېدو اندېښنه ښودلې.
د بشر حقونوکمېسیون وایي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال طالبانو او داعش ډلې په عامه او ملکي ځایونو بریدونه زیات کړي او د نورو کلونو په پرتله یې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی راوستی.
د بشرحقونو کمېسیون د ملکي وګړو وژنه جنګي جنایت بللی او ټینګار یې کړی چې نباید په جګړه کې عامه ځایونه په نخښه شي چې ملکي وګړو ته پکې زیان اوړي
له دې سره د ولسي جرګې غړو د جګړې له ښکیلو غاړو غوښتي چې په جګړه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې مخنیوي ته پام وکړي.
د بشر حقونو نړیوال سازمان هم په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په زیاتیدو انديښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې باید ملکي وګړي خوندي شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments