پر ملکي وګړو د وسله والو بریدونه زیات شوي دي

comments 0

هندوکش – کابل: پر بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې څېړونکې، پارتریکا ګازمن ویلي چې د وسله والو بریدونه پر جوماتونو او نورو ملکي ځایونو کې بشري جنګي جنایت دی.
راپور کې وروستیو بریدونو ته اشاره شوې چې ملکي وګړي پکې په نښه شوي دي.
د نوموړې په خبره د وسله والو بریدونو ډېری قربانیان او ټپیان له سختو اقتصادي ، روغتیايي او رواني ستونزو سره مخ شوي دي.
نوموړې همداراز پر افغان حکومت نیوکې وکړې چې ګنې د قربانیانو کورنیو سره په مرستو کې پاتې راغلی او د اړتیا وړ مرستې یې نه دي رسولي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments