پر ملکي وګړو د طالبانو ماین چاودلی

comments 0

هندوکش – زابل:د زابل چارواکي وایي، د کندهار ـ زابل پر لویه لار ماین چاودنې درې ملکي وګړي شهیدان کړل.
د زابل والي ویاند ګل ا سلام سیال وايي، پېښه تیره شپه شاوخوا یوولس بجې د کندهار زابل پر لویه لار د جلدک سیمه کې شوې ده.
سیال وايي، د سړک غاړې ماین چاودنه د ملکي وګړو پر سراچه موټر شوې ده.
د والي ویاند وایي، ماین د طالبانو له لوري د افغان ځواکونو لپاره ځای په ځای شوی و چې پر ملکي وګړو چاودلی.
زابل کې دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو ماین پر ملکي وګړو چاودنه کوي، تر دې وړاندې هم په کراتو ـ کراتو د طالبانو ماینونو له ملکې وګړو ژوند اخیستی.
عمران احمدزې

Comments