پر محقق ټول امتیازات بند شوي

comments 0

هندوکش – کابل: ارګ وایي، د اجرایه ریاست پر دویم مرستیال محمد محقق ټول دولتي امتیازات او امکانات بند شوي، خو محقق یې نه مني.

تیره ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري وویل، پر محقق امتیازات او ټول دولتي امکانات بند شوي او نور د حکومت غړی نه دی.

له دې سره محمد محقق بیا ویلي، له عزل کېدو وروسته هره ورځ په نورماله توګه اجرایه ریاست کې خپل کاري دفتر ته ځي او په وینا یې ولسمشر یې د لرې کولو صلاحیت نه لري.

شاوخوا میاشت وړاندې اشرف غني د یو حکم له مخې د اجرایه ریاست دویم مرستیال له دندې ګوښه کړ.

هغه مهال اجرائیه ریاست د دغه حکم صادرول له مشورې او همغږۍ پرته بېړنی کار بللی و چې هېواد به د بې ثباتي په لوري سوق کړي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments