پر ماریا بوتینا لګېدلي تورونه جعلي دي

comments 0

هندوکش ـ روزسیه : دغه مطلب د روسیی بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې خپور کړی دي.
سرګې لاوروف د روسیه د بهرنیو چارو وزیر خپل امریکايي سیال مایک پامپیو ته په متحده ایالاتو کې د روسي وګړې ماریا بوتینا د زنداني کیدو له امله سره تیلفوني خبرې کړی دیږ
د ویلو وړ ده چې ماریا بوتینا د دسیسې جوړولو او په امریکا کې د غیر راجستر شوي بهرني اجنټ په توګه د فعالیت په تور زنداني شوې ده.
29 کلنه بوتینا تورنه ده چې دروسيي د ګټو په هدف يې د امریکا د ټوپک د ځواکمنې ټولنې په ګډون په سیاسي ډلو کې د نفوذ هڅه کړې ده.
د روسيي د بهرنیو چارو وزارت په وینا لاوروف او پومپیو د امریکا او روسيي د جولايي میاشت د 16 نیټې تر سرمشریزې وروسته د واشنګټن او مسکو ترمنځ د اړیکو په اړه هم خبرې وکړې.
فکور نعیمی

Comments